Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه ۱۳۹۸ د غوايي ۱۳مه نېټه

د سولې مشورتي جرګه، له طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي له پنځه ورځنیو سلامشورو وروسته، نن (جمعه د غوايي په ۱۳ مه) پای ته ورسېده.

د دغې جرګې غړو نن له غرمې مخکې د دغې غونډې پرېکړه لیک د جرګې په عمومي غونډه او د ولسمشر په حضور کې اعلان کړه.

په دغه ۲۳ ماده‎ییزه پرېکړه‎لیک کې راغلي دي چې د هېواد یوې سترې برخې د جګړې له ناوړو پایلو له امله زیانونه لیدلي دي او له همدې امله د جرګې غړي له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس په سر او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

په پرېکړه لیک کې له حکومت او طالبانو غوښتل شوي دي څو د روژې مبارکې میاشتې په پار د روژې له پيله اوربند اعلان کړي او همدارنګه د بندیانو د خلاصون او تبادلې لپاره زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews