Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو لږ ګډون

په هلمند کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفتر شمېرې ښيي چې په ټول کې تراوسه په دغه ولایت کې ۲۷ زره ښځو د په ولسي او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

په هلمند کې د ټاکنو سیمه‎يیز کمېسیون وايي د هلمند ولایت نفوس ته په کتو په دغه ولایت کې په ټاکنو کي د ګډون په موخه د ښځو د نوم لیکنې شمېر د قناعت وړ نه دی.

خو له دې ډلې په ګرشک ولسوالۍ کې کابو ۴ زره ښځو په ټاکنو کي د ګدون په موخه نوم‎لیکنه کړې ده.

د دغه کمېسیون د نویو شمېرو له مخې چې د سې‎شنبې په ورځ خپاره شوي، تراوسه ۲۰۷ زره او ۸۸۶ تنو په هلمند کې نوم‎لیکنه کړې چې له دې ډلې ۲۷ زره او ۱۸۴ تنه یې ښځې دي.

که څه هم د ګرش ولسوالۍ ډېری وختونه د وسله‎والو طالبانو د بریدونو شاهده وي، خو دلته ښځې په ډاډه زړه په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم‎لیکنه کوي.

د ګرشک اوسېدونکې لیلا په دې اړه وايي:«موږ د رایه ورکولو لپاره نوم‎لیکنه کوو ترڅو په راتلونکي کې یو ډېر ښه استازی ولرو چې وکړای شي زموږ ټولنې ته خدمت وکړي.»

بلخوا په هلمند کي د ټاکنو د کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر چارواکي وايي له ګرشک وروسته په نادعلي ولسوالۍ کې هم ښځو نوم‎لکینه کړې ده.

دغه چارواکي که څه هم په هلمند کي د نوم‎لیکني د یو شمېر مرکزونو د امنیتي ګواښ په اړه اندېښنه لري، خو کره شمېره يې نه په ډاګه کوي.

په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس احمدشاه صاحبزاده زیاتوي:«په ټول کې د ښځو ګډون کم دی. ښځې باید په دغه بهیر کې په پراخه توګه ګډون وکړي. په دې لړ کې ستونزې ناامنۍ او سنتي ټولنه ده.»

اخوا د هلمند والي وايي د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کي د عملیاتو په دوام سره به ډېری سیمي تر خپل ولکي لاندي راولي، او خلګو ته په تاکنو کي د ګډون زمینه برابره کړي.

د هلمند والي یاسین خان په دې اړه وايي:«په هغو سیمو کې چې دم‎ګړۍ ده۹ بهیر دوام لري امنیت یې تأمین دی. د ټاکنو تر رارسېدو شونې ده چې ډېرې سیمې پاکې شي.»

تر دې مهاله په لښکرګاه ښار کي ۲۷ زره ښځو نوم‎لیکنه کړي ده. چي د هلمند نفوذ ته په کتو خورا کمه شمېره ده .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه