Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ځانمرګو بریدونو پاتي‎شونو نندارتون

په کندهار ولایت کې یوه ځوان د چاودنو او ځانمرګو بریدونو وروسته د ویجاړو توکو څخه د مډرن آرټ مجسمي جوړي کړي دي او نندارې ته یې وړاندې کړي دي.

دغه کندهاری ځوان، احمد ولي عسکري نومیږي. دی وايي تر چاودني وروسته سیمي ته تلی او هلته يي ویجاړ توکي راټولول او تر اته میاشتو وروسته يي په همدغه ویجاړ شوو توکو باندي د مډرن آرټ مجسمي جوړي کړي چي د چاودنو کیسي بیانوي.

احمدولي عسکرزي  په کندهار ولایت کي د اته میاشتو چاودنو پاته شوني راټول کړي دي، او بیا يي د پنځه میاشتو په موده کې پرې کار کړی دی او تر یې نندارې ته وړاندې شوې مجسمې جوړې کړې دي.

دی وايي چې هره مجسمه ځانته د جګړي بیلا بیلې کیسې بیانوي.

ښاغلي عسکري وړاندې وايي:«زه غواړم چې د دغه هنر له لارې د جګړې زیانونه خپلو خلګو ته بیان کړم، مثلا یوه مجسمه مې جوړه کړې ده چي د امریکا په مرکز کې ده او ډېر مشهوره ده زما هدف دادی چې دلته ډیرې ستونزې موږ ته د امریکا له لورې ديٍ او په بله مجسمه کي مې یو زمي انسان انځور کړی دی.»

د انندارتون «جګړه د انسانیت یو بدرنګه اړخ دی» تر نامه لاندي د مډرن آرټ دغه نندارتون راغلي کسان وايي د دا ډول هنر له لارې د جګړي زیانونه بیانول او د نندارتون له لوري عامو خلګو ته عامه پوهاوی ورکول به ډيرې ښې پایلي ولري.

د نندارچي، بسم الله وايي:«که چيرې دا ډول نندارتونونه ډېر شي او خلکو ته د جګړې زیانونه بیان شي، نو ډېر کسان به ورڅخه مثبته کړه تر لاسه کړي او دا په کندهار کي لومړی ځل دی چې یو ځوان داسې نوښت کوي او دا په رښتیاهم د ستایلو وړ دی.»

بل خوا د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د ښاغلي عسکري هڅې ستايي او زیاتوي چې تر څو د دا ډول هنرونو د پیاوړتیا په موخه ډېرې کسان وروزي او د هنر له لارې د جګړې زیانونه بیان کړي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فضل‎باري بریالی زیاتوي:«دا یو نوی کار دی او دا هنر په کندهار کې خورا نوی دی او بل نوښت دا دی چې د جګړې د پاته‎شونو څخه مجسمې جوړې شوې دي، موږ هڅه کوو چې په دې برخه کي نور ځوانان وروزو او دا هنر ته نور پرمختک هم ورکړو.»

دا په کندهار ولایت کي لومړی ځل دی چې د مډرن ارټ هنر پر مټ د جګړي د پاته شونو څخه مجسمې جوړیږي او د جګړې زیانونه پکې ښودل کیږي.

د نندارتون سمون‎وال وروسته له هر ځانمرګي برید سیمه ته تلی او د برید وروسته یې ټوټې راټولې کړې دي

شریک یي کړئ