ولسمشر غني نن(سېشنبې د غبرګولي۲۹مه) له جهادي، سیاسي او ملي مشرانو سره د سولې او اوربند په اړه مشورتي ناسته کړې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه ناسته کې ټولو مشرانو د اوربند له غځېدو او د سولې بهیر ملاتړ وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي:«دغو مشرانو د اوربند په موده کې د هېواد د اوضاع د ښه مدیریت په اړه خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.»
خبرپاڼه وړاندې ايي چې دغو جهادي، سیاسي او ملي مشرانو په طالبانو غږ وکړ چې د هېواد د خیر، فلاح او د افغانانو د هوساینې لپاره دې ژر تر ژره د سولې خبرې اترې پيل کړي.
ولسمشر غني د هېواد په ملي مسایلو کې د جهادي، سیاسي او ملي مشرانو نظریات مهم بللي دي.
په همدې حال کې داسې مخکې له دې راپورونه وو چې ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو سره له سلامشورې پرته اوربند اعلان کړ، خو دې ګوندونو سولې ته رسیدل د ټولو غوښتنه وبلله او له طالبانو سره یې د اوربند لپاره د ولسمشر له پریکړې هرکلی وکړ.