د هرات ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړو د جمعې په ورځ د دغه مطلب په ویلو سره ویلي چې ترهګرو نن په دغې ولسواۍ برید وکړ او پنځه کلي یې په خپله ولکه کې ونیول.
په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د دې مطلب په ویلو سره وايي چې د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته استول شوي دي او د هوايي ځواکونو چورلکو هم پر طالبانو خپل هوايي بریدونه پیل کړي دي.
بلخوا، د کشک کهنه ولسوالۍ ولسوال هم ویلي دي چې په دغې ولسوالۍ کې د پولیسو څلور پوستې د طالب جنګیالیو لاس ته ورغلي دي. ویل کېږي چې له یوې میاشتې راهیسې وسلهوالو طالبانو د سلګونو تنو نورو جنګیالیو په مرسته د بادغیس، فاریاب او هرات ولایتونو د ولسوالیو د نیولو لپاره خپل بریدونه پیل کړي دي.
د هرات ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې طالبانو د دغې ولسوالۍ پنځه کلي تر خپلې ولکې لاندې نیولي دي او سیمهییز پولیس له دغو کلیو څخه وتلي دي.
د هرات د ولایتي شورا غړي عبدالرسول جمشیدي په دې اړه ویلي دي: " موږ په دې وروستیو کې د هرات ولایت چارواکي د دغې ولسوالۍ د ګواښلو لپاره د طالبانو له هڅې څخه خبر کړي وو او په دغې ولسوالۍ کې د دولت ضد وسلهوالو مخالفینو شمېر د امنیتي ځواکونو په پرتله لس برابره ډېر دی خو بالاخره نن سلګونو تنو طالبانو د بادغیس ولایت له پولو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ او پنځه کلي یې په خپل واک کې نیولي دي او اوس هم جګړه روانه ده".
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره مرستندویه ځواکونه دغې ولسوالۍ ته استول شوي دي او د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه هم دغې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
هغه زیاتوي چې د ملي پوځ چورلکو هم پر ترهګرو هوايي بریدونه پيل کړي دي او تر اوسه په دغو عملیاتو کې څو تنه طالبان هم وژل شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد وايي: " د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه او د پوځ چورلکې د پېښې سیمې ته استول شوي دي او موږ ډاډ ورکوو چې له خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو یو او له خپل سر او ځان څخه به له خپلې خاورې دفاع وکړو".
د دغې موضوع په تړاو د هرات ولایت د والي ویاند ویلي دي چې د ملي پوځ د ځواکونو تر څنګ د دغه ولایت سلګونه تنه پولیس هم شتون لري او طالبان نهشي کولای پر دغې ولسوالۍ کې د دولتي واکمنۍ لپاره ګواښ شي.
د هرات د والي ویاند احسانالله وايي: " د دغې ولسوالۍ د نسکورېدو ادعا او په دغې سیمه کې د طالبانو واکمن کېدل اصلا د منلو وړ نهده، امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته استول شوي دي او اوسمهال طالبان د تېښتې په حال کې دي".
که څه هم ویل کېږي په دغې ولسوالۍ کې لسګونه تنه ځايي پولیس شتون لري خو داسې رپوټونه شتون لري چې په دغې ولسوالۍ کې نامسؤله وسلهوال قوماندانان او له طالبانو سره د هغوی نږدېوالي دغه ولسوالۍ لازیاته له ګواښ سره مخ کړې ده.
په دې اړه مو اندونه