د کندهار ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۲۵ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، ضیا دراني وايي چې تېره شپه( دوشنبې د چنګاښ۲۵مه) د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په دونکي سیمه کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
ښاغلی دراني زیاتوي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۵ طالب وسلهوال ټپیان شول.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې په نښتو کې ۱۶ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ته، خو د ټپيانو او وژل شویو سرتېرو کره شمېر نه دی څرګند.
د ارغستان ولسوالۍ دونکي سیمه د ډیورنډ کرښې ته نېږدې پرته ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.