نصرت حقپرست افغان لوبغاړی دی چې د «یو اف سي» بنسټ کې یې تېره شپه(یکشنبې د چنګاښ۳۱مه) خپله لومړۍ ترسره کړه چې په کې بریالی شو.
دا لوبه د آلمان په هامبورګ ښار کې ترسره شوه او د ښاغلي حق پرست سیال له کانګو هېواد څخه مارک ډیکسي وه.
نصرت حق پرست دا لوبه په درې روڼدونو کې وګټله او په دې سره یې خپله نهمه بریا ولمانځله.
نصرت د خپلو لوبو پیل سره یوازې دوه وارې ماته خوړلې ده.
خو له دې ماتې سره ماک ډیکسي خپله درېیمه ماته تجربه کړ، نوموړی تر اوسه دولس بریاوې لري.
ازادو لوبو لوبغاړي، سیر بهادرزاده وروسته، نصرت حق پرست دوهم افغان دی چې د «یو اف سي» بنسټ ته لار موندلې ده.