Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې د ټاکنو له ځنډه دولسي جرګې او څارونکو بنسټونو مشرطه هرکلی

پر تاکنو څارونکي بنسټونه او د غزني د خلکو استازي وایي، که‎چېرې غزني یوه انتخاباتي حوزه وي نو بیا په دغه ولایت کې د ټاکنو ځنډول منطقي کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون حکومت ته وړاندیز کړی چې په غزني کې دې ټاکنې له څلورو میاشتو ځنډ وروسته ترسره شي.

د ټاکنو د خپواک کمېسیون منشي وایي، د اساسي قانون د ۱۰۴ مادې پر بنسټ یوه ځانګړې کمېټه به په غزني کې د ټاکنو د نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي په دې اړه وویل:«حکومت ته مو وړاندیز وکړ چې د غزني امنیت ټینګ کړي، خو پاملرنه یې ونه کړه او اعلان یې وکړ چې غزني په درې ټاکنیزو حوزو ووېشل شو چې دا کار له قانون سره په ټکر کې وه او اوس د غزني په انتخاباتو کې ځنډ یې مطرحه کړی. که‎چېرې حکومت د غزني په ټاکنو کې د خلکو د ډېر حضور لپاره له ځند سره ټاکنې ترسره کړي، منطقي خبره ده، خو که د دې لپاره وي چې د حوزوي ټاکنو ترسره کولو لپاره وخت کم شي دا به یو منطقي او سم کار نه وي.»

په څلور میاشتني ځنډ سره په غزني کې د ټاکنو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پریکړه له یو لړ غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

هغه کسان چې د چنګاښ له پنځمې راهیسې یې په درېیو ټاکنیزو حوزو د غزني ولایت له وېشلو سره په مخالفت کې د دې ولایت د ټاکنو دفتر په وړاندې خیمه درولې وايي په انتخاباتو کې ځنډ به هغه مهال د دوی لپاره د منلو وړ وي چې د غزني ټاکنې هم د نورو ولایتونو په شان ترسره شي.

د غزني ولایت یو اوسېدونکی بشیر علي شفق څرګنده کړه:«د هر ډول ناقانوني پرېکړې په وړاندې څه نن، څه سبا او څه څلور میاشتې وروسته وي درېدلي یوو. موږ اساسي قانون لرو موږ د ټاکنو قانون لرو موږ د قانون ساتونکي یوو. که‎چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم له قانون سرغړونه وکړي زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وړاندیز کړی د انتخاباتو قانون د ۱۰۴ مادې له مخې کله چې امنیتي وضعیت، طبیعي پېښې او آفتونه د عمومي نمایندګۍ او د انتخاباتو عادلانه والي ته زیان ورسوي، هغه کمېټه چې د ملي امنیت شورا رییس او غړي، د ملي شورا د دواړو جرګو رییسان، د سترې محکمې رییس او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څارنې د خپلواک کمېسیون رییس د دې کمېټې غړي دي، کولای شي له اعلان شوې نېټې تر څلورو میاشتو وځنډوي.

خو څارونکي بنسټونه وايي که‎چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د غزني ولایت د ناامنۍ له امله وي، ځینې نور ولایتونه د غزني په پرتله ډېر خراب امنیتي وضعیت لري.

د فیفا غړي نیعم اصغري په دې اړه وویل:«په قانون کې ویل شوي که‎چېرې طبیعي پېښې وضعیت خراب کړي په هغه صورت کې دې دا کمېټه ټاکنې څلور میاشتې وځنډوي او یا امنیتي ستونزې خو په غزني کې د هلند او فراه په اندازه او یا هم نورو ځایونو په پرتله خراب نه دی چې دا کمېټه دې په دې اړه پرېکړه وکړي او فکر نه کوم چې دا پرېکړه یوه قانوني پرېکړه وي.»

که دا کمېټه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه وړاندیز تایید کړي، د غزني انتخابات به څلور میاشتې وځنډېږي، خو که په څلورو میاشتو کې هغه ستونزې چې د نوموړي کمېسیون لخوا یې یادونه شوې هوارې نه‎شي، انتخابات به څلور میاشتې نور هم وځنډول شي، دا کمېټه کولاي شي د یادو ستونزو تر هواري پورې ټاکنې وځنډوي.

شریک یي کړئ