د هېواد د فوټبال ۱۵ کلنو لوبډلې، د مرکزي اسیا د اتلولیو د سیالیو (کفا) په لړ او په خپله څلورمه لوبه کې د ترکمنستان د فوټبال ۱۵ کلنو ملي لوبډلې ته ۳ -۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن شنبې (د زمري په ۶مه) له غرمې وروسته پنځه نیمې بجې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد فوټبال ۱۵ کلنو لوبډلې له دې مخکې د ایران د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې څخه ۱-۰ ماتې خوړلې وه.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون په وینا، ټاکل شوې ده د هېواد فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډله په خپلې وروستۍ لوبه کې د ازبکستان په وړاندې لوبه وکړي.
له دې وړاندې د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې، په خپلې دویمې لوبه کې ۲-۱ په وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړې وه، خو په خپلې لومړۍ لوبه کې یې له تاجکستان څخه ۳- ۰ په وړاندې ماته خوړلې وه.