یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د غزني ښار په اړوند سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغې ډلې پر غزني ښار له څو لوریو برید کړی دی.
د غزني د ولایتي شورا یو غړی طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو د ګهیځ په یوه بجه له څو لوریو د غزني ولایت پر مرکز برید پیل کړ.
د غزني ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروزي وايي کهچېرې دغه ولایت ته مرستندویه ځواکونه وا نه ستول شي، غزني به د طالبانو لاسته ورشي.
په همدې حال کې د غزني ولایت امنیه قومندان فرید احمد مشعل ۸:۳۰ دقیقې طلوع نیوز ته وویل غزني ولایت د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی.
هغه غزني ته د طالبانو د ننوتو ادعا ردوي او وايي چې دمګړۍ نښتې د ښار په اړوند سیمو خوګیانيو، خواجه عمري او زنه خان کې دوام لري.
ښاغلي مشعل وايي چې د طالبانو یو ستر شمېر له ګاونډیو ولایتونو په ځانګړې توګه له میدان وردګو او هلمنده د غزني د پرځېدو لپاره سمبال شوي وو خو خپلې دغې موخې ته ونه رسېدل.
ویل کېږي چې د دغو نښتو په پایله کې د میدان وردګو – غزني لویه لاره هم د تګ را تګ کوونکو پر مخ تړل شوې ده.