Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد فټبال غوره لیګ سیالۍ وځنډول شوې

د افغانستان فټبال غوره لیګ ترسراوي او فټبال فدراسیون مسوؤلین وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله سږ کال نشي کولی چې د فټبال غوره لیګ سیالۍ پر خپل و خت ترسره کړي.

له دې بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښایې دا لوبې راتلونکې کال ته ترسره شي.

د افغانستان فټبال غوره لیګ سیالۍ د «یو ملت ـ یو غږ‎» تر نامه لاندې هر کال ترسره کېدې چې لومړۍ پړاو یې شپږ کاله مخکې وه.

دا هېواد کې لومړنۍ مسلکي لیګ دی چې هر کال کابو ۲۰۰ لوبغاړو ته د ښې سیالۍ زمینه برابروي.

هر کال د غوره لیګ سیالۍ خصوصي سکتور او نړیوالې ټولنې په همکارۍ ترسره کېدې.

د فټبال فدراسیون د خبرو پر اساس دا لیګ هر کال د شپږو میاشتو په موده کې دوو پړاونو کې ترسره کېږي. لومړی پړاو یې د هېواد اتو زونونو کې د اتو ټورنمټونو ترمنځ وي او وروسته د دوی له منځ لوبغاړي ټاکل کېږي چې کابل کې اتلس لوبې ترسره کوي.

د هېواد فټبال غوره لیګ سیالۍ وځنډول شوې

د افغانستان فټبال غوره لیګ او فټبال فدراسیون مسوؤلین وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولی دا سیالۍ سږ کال ترسره کړي

شریک یي کړئ