په هند کې د سېلاونو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه سېلاونه د دغه هېواد په سوېلي برخو کې بهېدلي او په زرګونه تنه یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
ویل کېږي چې دغو سېلاونو د لسګونو کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي او د سوېلي سیمو اوسېدونکو ته یې مالي زیانونه رسولي دی.
د هند حکومت هڅه کوي ترڅو دغو زیانمنو ته په چټکه توګه مرستې ورسوي.
دمګړۍ یوازې ۲۷ کورنیو ته پنډغالی جوړ شوی دی.
هندي رسنیو رپوټ خپور کړی چې تراوسه د سېلاونو له امله ډېری زیانمن بې سرپناه دي.