د پاکستان د انصاف تحریک مشر، عمران خان په رسمي توګه د دغه هېواد لومړی وزیر شو.
د پاکستان د پارلمان غړو، نن له غرمې وروسته (جمعه د زمري په ۲۶ مه) د ۱۷۶ موافقو رایو سره، عمران خان یې د پاکستان د دوویشتم لومړي وزیر په توګه انتخاب کړ.
د پاکستان د تحریک ګوند، د دغه هېواد په وروستیو ټاکنو کې د پارلمان ډېر څوکۍ ترلاسه کړې.
دغه ګوند دمګړۍ د پاکستان په پارلمان کې ډېره ونډه لري او مسلم لیګ ګوند چې نواز شریف پورې اړوند ګوند دی دویم مقام لري.
ټاکل شوې ده چې عمران خان، ډېر ژر د پاکستان د دوویشتم لومړي وزیر لپاره، لوړه وکړي.
عمران خان په داسې حال کې د پاکستان لومړی وزیر کېږي چې دمګړۍ دغه هېواد له ګڼو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی.