Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځينې حکومتي چارواکي له ځينو حذف شویو نوماندانو ملاتړ کوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي یو شمېر حکومتي مسوولین له نوملړه د ځينو ایستلو شویو نوماندانو  څخه ملاتړ کوي.

دغه کمېسیون په داسې حال کې چې د لیرې شویو نوماندانو د پلویانو لخوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د دروازو تړل کېدل د قانون پرخلاف بولي له حکومته غواړي هغه مسوولین چې له دغو اعتراضونو ملاتړ کوي باید د عدلي او قضايي ادارو لخوا ترې پلټنې وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، خپل کارونه یې د قانون پربنسټ سرته رسولي او شوې پرېکړه یې وروستۍ ده او دغه راز هیڅوک د دوی په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي:«ټول خلک باید ډاډ ورلري چې موږ دم‎ګړۍ، په تېر او راتلونکي کې خپل کار په خپلواکه او بې طرفه توګه ترسره کړي دي.»

دغه کمېسیون ګواښ کوي، هغو کسانو چې د کمېسیون له لوري اخطارونه ترلاسه کړي او که په اړه یې دوی ته نور اسناد په لاس ورشي نو له وروستي نوملړه به یې لیرې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني څرګنده کړه:«هېڅ بنسټ زموږ د پرېکړو د نقص واک نه لري نو پر دې بنسټ دغه ډول کسان او بنسټونه د خپل نظر په څرګندولو کې د هېواد نافذه قوانین په پام کې ونیسي.»

خو یو شمېر لیرې شوي نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کړنې د قانون خلاف بولي او د خپلو اعتراضونو په دوام ټینګار کوي.

یو له لیرې کړل شوی نوماند قیس حسن وايي:«هغه ظلم او جفا چې د شکایتونو کمېسیون زموږ په حق کې کړی داعش یې نه کوي.»

بله حذف کړل شوې نومانده مریم کوفي هم  څرګندوي:«تر وروستۍ شېبې خپلې مبارزې ته دوام ورکوم او هېڅکله نه پرېږدم چې په بدخشان کې ټاکنې ترسره شي.»

د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو له حکومت وغوښتل څو هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډوي.

د دې کمېسیون غړو همداراز وویل، له هېڅ راز ګواښ او زورواک څخه ډار نه لري او د قانون پر بنسټ، د خلکو په غوښتنه او د ملي ګټور په نظر کې نیولو سره یې هر څه سرته رسولي دي.

د لیرې شویو نوماندانو د نومونو له خپرېدو نېږدې یوه اوونۍ اوړي او اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو کارونو راپور وړاندې کوي.

شریک یي کړئ