Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان د پاکستان د۲۲ لومړي وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل

د ډان خبري اژانس د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۷ مه) رپوټ ورکړی چې منتخب لومړي وزیر د شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مراسمو په لړ کې د پاکستان د ۲۲ لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

خان د ولسمشر ممنون حسین په واسطه لوړه وکړه.

له هغې وروسته کله چې مراسم پای ته ورسېدل ښاغلی خان خپل کاري دفتر ته ولاړ او هلته د تشریفاتي ساتونکو له خوا یې هرکلی وشو.

د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د کیهځ په ۹:۳۰ دقیقې ترسره شي له لږ ځنډ سره په ۱۰:۰۰ ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د لنډمهال لپاره لومړي وزیر ناصر ملک، د ملي شورا رییس اسد قیصار، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه، د هوايي ځواکونو قومندان مارشال مجاهد انورخان، د سمندري ځواک قومندان ظفر محمود عباسي حضور درلود.

په دغو ټاکنو کې د پارلمان د ۳۴۲ غړو له ډلې ۱۷۶ استازو له عمران خان څخه ملاتړ وکړ او د هغه اصلي سیال او د مسلم لیګ مشر شهباز شریف د ۹۶ استازو ملاتړ درلود.

د پاکستان په وروستیو ټاکنو ډېرې نیوکې وشوې. د دغه هېواد د کرېکټ پخوانی اتل عمران خان، تورن دی چې له اسلام پالو سره نېږدې اړیکې لري او همدارنګه د پوځيانو له خوا یې هم ملاتړ کېږي.

شریک یي کړئ