Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دایرلنډ او افغانستان درېیمه لوبه د باران له امله لغوه شوه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه ۲۰ اوریزه لوبه چې ټاکل شوې وه د جمعې په شپه ترسره شي، د باران د اورښت له امله لغوه شوه او د لوبو ګټونکی افغانستان اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان توانېدلی وه ایرلنډ ته په دوه شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره په درې یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي.

د ۲۰ اوریزو لوبو په لړ کې حضرت الله ځاځی د دغو لوبو د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

د ۲۰ اوریزو لوبو په لومړی لوبه کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې بیا افغانستان د ۸۱ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماته ورکړه او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې په خپل نوم کړه.

شریک یي کړئ