Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روهینګیايي پناه غوښتونکو د بې ځایه کېدو لومړنۍ کلیزه یې ولمانځله

د روهینګیا په زرګونه تنه ګډوالو، بنګله‎دېش ته د بې‎ځایه کېدو د لومړي کال کلیزه یې ولمانځله. دغه کډوال، په میانمار کې خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره، دعا وکړ او د وژل شویو کسانو لپاره د عدالت غوښتنه هم وکړه.

د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اګسټ له ۲۵ راهیسې، کابو ۹۰۰ زره تنه روهینګیايي مسلمانان بنګله‎دېش ته کډه او په پنډغالو کې اوسېږي.

د شنبې په ورځ د ښځو په ګډون کابو ۱۵ زره تنه په یوه دغه پنډغالي کې سره راغونډ او هېواد ته یې د ستنېدو غوښتونکي شول.

یوه له دغو کډوالو شیکوګه بي بي وايي:«د ۲۰۱۷ کال د اګسټ په ۲۵ مه، د میانمار پوځ موږ یې ډېر وربړولو. هغوی زموږ سړي را ووژل، زموږ پر ښځو یې جنسي تېري وکړل. ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای. ټولو کورونو ته یې اور ورته کړ او موږ د اګسټ په ۲۷ مه میانمار پرېښود. تراوسه چې له هغې پېښې ۳۶۵ ورځې تېرېږي موږ عدالت ته نه یوو رسېدلي.»

د بنګله‎دېش حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان هڅې د دې لپاره چې د میانمار حکومت دغه کډوال بېرته ومني کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

بل روهینګیايي پناه غوښتونکی سالم الله محب زیاتوي:«موږ باید له عزت سره خپل هېواد ته ستانه شو. فکر کوم چې د بنګله‎دېش لپاره ناشونې ده چې زموږ ستونزې حل کړي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي.»

د روهینګیا مسلمانان وايي چې د میانمار اصلي اوسېدونکي دي؛ خو د میانمار حکومت د دوی دغه پېژاند په رسمیت نه پېژني او هغوی بنګالي او د بنګله‎دېش اصلي وګړي بولي.  

شریک یي کړئ