Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسي ګوندونو او بهیرونو خپل مدني حرکتونه وځنډول

پنځه دیرشو سیاسي ګوندونو او بهیرونو نن شنبې (د وږي په ۳ مه) حکومت ته د خپل دوه اوونیز ضرب الاجل په  پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو د مدني حرکتونو د ترسره کولو او په کابل او ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دفترونو د تړلو ګواښ وکړ.

خو له ولسمشر سره د اوه ګونو سیاسي ګوندونو د مشرانو د لیدلو له امله دغه کار د لنډې مودې لپاره وځنډېده.

ټاکل شوې، د اسلامي حزب، اسلامي جمعیت، ملي جنبش، اسلامي وحدت، د  افغانستان د خلکو اسلامي وحدت، افغان ملت او ملي محاذ ګوندونو مشران د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو او بهیرونو د غوښتنو د منلو په موخه یو ځل بیا له ولسمشر غني سره د سلامشورې په موخه کیني.

د سیاسي ګوندونو د سیاسي کمېټې غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«هیله لرو چې د نن شپې غونډه ښه پایله ولري او د دې لامل شي چې د ګوندونو غوښتنې ومنل شي او هېڅ مدني اقدام ته اړتیا نه وي.»

اخوا امنیتي ځواکونو له ۱۱ ورځو وروسته د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر له مخې د لیرې شویو نوماندانو او معترضینو خیمې ټولې او دغه کمېسیون د غړو او کارکوونکو پرمخ خلاص کړای شو.

د ټاکنو کمېسیون ویاند او منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«نن کهیځ د دارالانشا همکاران او د کمېسیون غړي په نظمه توګه په رسمي وخت کې دفتر ته راغلل او نن د کمېسیون غونډه هم جوړه شوه او د دارالانشا په برخه کې کارونه په عادي توګه په مخ ځي.»

خو بلخوا بیا د ایستل شویو نوماندانو د ملاتړو او معترضینو لخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه لا هم په لسو ولایتونو کې تړلي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي که‎چېرې دغه بهیر په ولایتونو کې هم ملي بهیرونه له ننګونو سره مخ کړي، په هغو ولایتونو کې به هم د لاریون کوونکو په وړاندې قانوني چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«که‎چېرې د کمېسیون د دروازو تړل نورو نوماندانو او ټاکنو ته جدي ستونزې رامنځته کړي موږ اړ یو چې د قانون په سمون کې کړنه وکړو او دا خېمې لیرې کړو.»

د یادونې وړ ده، د ټاکنیز نظام بدلون، د ټاکنو په ورځ د رایه ورکوونکو د بایومیټریک او د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنو پیاوړې څارنه د دغو سیاسي ګوندونو او جریانونو له اصلي غوښتنو څخه دي.

شریک یي کړئ