Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون: د رایو ورکولو څه باندې ۹ مېلیونه پاڼې چاپېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د ټاکنو د ورځې لپاره یې د رایو ورکولو څه باندې ۹ مېلیونه او ۹۰۰ زره پاڼې چاپ کړې دي.

د دغه بنسټ مشر وايي چې د رایو ورکولو دغه پاڼې له افغانستان څخه بهر به چاپ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په انتخاباتو کې د نوم لیکنې شمېر نهه مېلیونه او ۷۲ زره تنه اعلان کړی، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شپږ غړي سره راغونډ شوي او پرېکړه لیک یې لاسلیک کړی چې له مخې به یې نهه مېلیونه او ۹۳۴ زره او ۱۱۴ د رایو پاڼې د ۳۵ ټاکنیزو حوزو لپاره چاپ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«هغو کسانو چې وروستي نوملړ ته لاره موندلې او نومونه یې مشخص شوي، اړتیا نشته چې کمېسیون په رسمي توګه مرستندویه بنسټونو ته خپله پرېکړه واستوي ترڅو د رایو پاڼې چاپ شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال محاذ الله دولتي هم زیاته کړه:«دا پاڼې د پنځه دېرش ټاکنیزو حوزو لپاره چې د اهل هنود او سک او کوچیان حوزې هم په کې شاملېږي ۹،۹ مېلیونه د رایو پاڼې به چاپ شي او د دغه کمېسیون غړو لاسلیک کړی دی.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه د ټولو رایو ورکوونکو نومونه د دې بنسټ په مالوماتي بانک کې نه دي ثبت کړي له همدې امله تراوسه د واقعي رایو ورکوونکو شمېر نه دی روښانه شوی.

ښاغلي صیاد وايي:«هغه روڼتیا چې کمېسیون په پام کې نیولی، باطلې نوم‎لیکنې ایستل کېږي او تکراري رایې بیرون کېږي او ښايي په پای کې تفاوت شتون ولري او د دې لپاره توپیر راځي او کم به وي. موږ مخکې دا چې رایې ډېټابس ته داخل شي اضافي پاڼې هم چاپ وو.»

له بلخوا سیاسي ګوندونه او بهیرونه د خیالي نوم لیکنې شمېر له واقعي زیات ګڼي له همدې امله د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو پر بایومټریک ټینګار کوي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټې غړی اسدالله سعادتي هم څرګنده کړه:«په هغه شپه د حکومت ځواب دا وه، چې ګواکې حکومت په خپله دا کار ترسره کوي او وايي چې خصوصي کمپنۍ باید دا بایومټریک ونه کړي او نه شي کولای ترسره کړي په همدې حال کې موږ اطلاع ترلاسه کړه چې حکومت هم له خصوصي کمپنیو سره خبرې کړي او د حکومت اصلي خبره دا ده چې د دغې مسلې مدیریت د حکومت لخوا وشي چې زموږ له نظره سم او د منلو وړ نه دي.»

که څه هم له نوملړه د ایستل شویو یو شمېر نوماندانو پلویانو په مرکز او نهو ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي وو، حکومت له لسو ورځو وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دروازې په مخکې د اعتراض کونکو خېمې ټولې کړې خو سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي که حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د دوی غوښتنې ونه مني خپل عملي اقدامات به پيل کړي. 

شریک یي کړئ