Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه راتلونکي میاشت خپل پوځي تمرینونه پیل کوي

د روسیې دفاع وزیر، سرګي شویګو تېره ورځ(سې‎شنبې د وږي۶مه) ویلي دي چې هېواد به یې راتلونکي سپټمبر میاشت کې خپل تر ټولو لوی تمرین چې په تېرو ۳۷ کلونو کې ساری نلري له ۳۰۰زره سرتېرو سره ترسره کړي.

د نوموړي په خبره هېواد یې په ۱۹۸۱ زیږدیز کال راهیسې به خپل تر ټولو لوی مانور ترسره کړي. دا تمرین د «وستوک ۲۰۱۸» تر نامه لاندې ترسره کېږي.

دا تمرین د روسیې مرکزي او ختیځو سیمو کې ترسره کېږي چې په کې له ۱۰۰۰ جنګي الوتکو، دوو اوبتلونو او نورو پوځي وسایلو کار واخیستل شي.

ټاکل شوې چې په یو شمېر برخو کې به منګولیایی او چیني سرتېرې هم ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو وايي په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په اوکراین کې د کریمیې جزیرې مسلې کې د دخالت له کبله به په ختیځه اروپا کې خپله ځواک زیات کړي.

د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمتري پسکوف نړۍ کې د روسیې اوسني دریځ ته په کتو څرګنده کړې ده چې د دې پوځي تمرین ترسره کول اړین دي.

ده زیاته کړې چې په اوسني حالاتو کې چې یو شمېر هېوادونه په یرغلیز او غیر دوستانه ډول خپل دفاعي ځواک ښیې، اړینه ده چې دا مانور ترسره شي.

پسکوف زیاته کړې ده چې ولسمشر پوتین به د مانور په وخت کې د چین ولسمشر، شې جینګ پین سره هم په اقتصادي ناسته کې وګوري.

جاپان هم د دې مانور په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د مسکو پوځي چارواکي وايي چې په دې پوځي تمرین کې به ۱۰۰۰ جنګي الوتکو، دوو اوبتلونو او نورو پوځي وسایلو کار واخیستل شي

شریک یي کړئ