Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران عراق ته د توغندیو لیږد راپورونه رد کړل

د ایران تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، تهران عراق ته له ایران څخه د لیري واټن ویشتونکي توغندیو لیږد راپورونه رد کړي دي.

مخکې له دې رویټرز خبري آژانس له یو شمېر ایراني، عراقي او لویدیځ‎والو سرچینو په حواله راپور ورکړی وه چې ایران په عراق کې خپلو نیابتي شیعیانو ته د لیري واټن ویشتونکي توغندي ورکړي او هڅه کوې چې دې هېواد کې د توغندیو تولید پراخ کړي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو په خپله ټویټر پاڼه کې د دې راپورونو د خپرولو په اړه ویلي وه «ژوره اندېښنه» لري او د عراق له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د مې په میاشت کې ترسره کېدونکو ټاکنو وروسته نوی حکومت رامنځته کړي.

ده زیاته کړه:«که دا خبرې سمې وي، دا د عراقیانو د بشپړتیا ترپښو لاندې کول دي.»

له بلې خوا هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي وویل:«د دې خبرو یوازینۍ موخه د سیمې هېوادونو ترمنځ د ویرې رامنځته کول دي.»

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي دي چې ایران غواړي لیري ویشتونکي توغندي عراق کې هم تولید کړي.

د عراق پوځ او دولت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې دا توغندي ۲۰۰تر ۷۰۰ لیري واټن ویشتلی شي چې کولی شي د سعودي عربستان ریاض او د اسرائیلو ل آویو ښار ته ورسیږي.

د راپور له مخې د ایران «پاسدارانو سپاه» مشر، قاسم سلیماني په عراق کې د توغندیز پروګرام څارنه کوي.

مخکې له دې لویدیځ ایران پر دې تورن کړی وه چې د لیري واټن ویشتونکي توغندیو تخنیک یې سوریې، د لبنان حزب الله او یمن ته لیږدولې ده.

د ایران د بهرنیو چار وزارت ویاند، بهرام قاسمي دا راپورونه رد کړي دې او هغه یې «خوشې او بې بنسټه» بللې دي

شریک یي کړئ