وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتونو پر پاکستان خپلې ۳۰۰میلیونه ډالره مرستې بندې کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دا پیسې مرسته نه بلکې امریکا متحده ایالاتونو پاکستان ته پر ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې پیسې ورکوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد چارواکو پرېکړه کړې ده تر څو د مرستو پریکولو په اړه په جدي توګه غبرګون ښکاره نه کړي تر هغې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پاکستان ته راشي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د چهارشنبې پر ورځ)د وږي۱۴مه) اسلام آباد ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پر هېواد یې د امریکا مرستو بندولو په اړه
مودبانه غبرګون ښودلی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا د پاکستان لخوا د ترهګرۍ ضد لګول شوې پیسې ورکولې.
ده څرګنده کړې ده:«دا مرستې نه دي. دا زموږ پیسې دي چې موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برهخ کې لګولې دي.»
که څه هم ښاغلي قریشي د امریکا پرېکړې په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی، خو زیاته کړې یې ده چې پاکستان د امریکا پر اندېښنو پوهېدی شي او په دې اړه به د پومپیو سره خبرې وکړي.
دی وايي چې د پاکستان حکومت له امریکا متحده ایالاتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی چې د دواړو خواوو ګټې په کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالتونو تېره ورځ پر پاکستان د ۳۰۰ میلیون ډالرو مرستو بندولو اعلان وکړ.