د پاکستان ملي شورا د سېشنبې په ورځ (د وږي په ۱۳ مه) د دغه هېواد راتلوونکی ولسمشر ټاکي.
د پاکستان په پارلمان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره او د دغه هېواد ولسمشر د پاکستان د ملي شورا د غړو له خوا غوره او ټاکل کېږي.
په دغو ټاکنو کې تراوسه د درې تنو نوماندي مشخصه شوې ده
له تحریک انصاف څخه عارف علوي، د خلکو له ګونده اعتزاز احسن او د پاکستان د جمعیت علما له ګوند څخه مولانا فضل الرحمن د دغو ټاکنو نوماندان دي.
دا به د دغه هېواد دیارلسم ولسمشر وي چې د پاکستان د ملي شورا له خوا به ټاکل کېږي.