Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: د رای پاڼو لومړنۍ برخه کابل ته را ورسېده

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي وايي چې دغه ټاکنیزې پاڼې ډېر خوندیتوب لري او د رای ورکړې د دغو پاڼو لومړی برخه کابل ته رارسېدلې ده.

ښاغلی هاشمي وايي چې د رای ورکړې ټولې پاڼې به د تلې میاشتې تر دویمه کابل ته را ورسېږي.

بلخوا د ټاکنو کمېسیون د ټکنالوژۍ څانګې مشر وايي تر دې دمه د ټاکنو په اطلاعاتي بانک کې د څه باندې شپږ مېلیونه رایو ورکوونکو نومونه ثبت شوي او دا بهیر به د وږي تر پایه دوام وکړي.

دا پاڼې چې له هېواده بهر چاپ شوې د روانې میاشتې تر پایه به په بشپړه توګه کابل ته راورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي وویل:«د هماغه سریال نمبرونو په مطابق او د هغو ځانګړو رمزونو په مطابق چې دغه پاڼې یې لري دلته به راورسېږي د هغه په مطابق به موږ خپله پرېکړه وکړو او د رسنیو په حضور کې به هغه ګدام ته ننه باسو.»

بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین د هغو سټېکرونو او تذکرو د مالوماتو لپاره چې په جعلي توګه کارول شوي د وروستیو هڅو خبره کوي او وايي د روانې میاشتې تر پایه ټول هغه کسان چې پر تذکرو یې سټېګرونه لګول شوي د کمېسیون په مالوماتي بانګ کې ثبتېږي او د دغه بهیر په پای کې به د رایو ورکوونکو نوملړ چمتو شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټکنالوژۍ د څانګې مشر سید ابراهیم سادات څرګنده کړه:«خیالي کسان دي وګورئ تر کومه ځایه چې شونې ده او هغه وړتیا کې چې کېدای شي پلي شي د هغه په یوه سیسټم کې ځای پر ځای شوي او له هغه څخه پرته کمېسیون نور میکانیزمونه هم لري مثلاً د رایو ورکوونکو په ورځ د رنګ استفاده.»

په داسې حال کې چې یو شمېر ګوندونه او سیاسي بهیرونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوی غوښتنو ته په بې پامۍ او همداراز په انتخاباتو کې په جوړجاړي تورنوي، کمېسیون له دغو سیاسي بهیرونو غواړي له دوی سره په ګډه او جدي توګه پر ټولو ټاکنیزو بهیرونو څارنه وکړي.

ښاغلي هاشمي په دې اړه زیاته کړه:«محترم ګوندونه د قانون په سمون کې مکلفیت لري چې په دغه بهیر کې همکار شي اصلي موخه څه ده؟چې د مهندسي شویو او له درغلیو ډکو ټاکنو مخه ونیول شي په دې کار کې موږ همکار یوو.»    

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو ترسره کول د ټولو هېوادوالو غوښتنه ګڼي او وايي هوډ لري چې د تلې په اته ویشتمې نېټې ټاکنې ترسره کړي، په داسې حال کې چې یو شمېر ګوندونو ګواښ کړی که‎چېرې د حکومت او کمېسیون لخوا د دوی غوښتنې ونه منل شي د ټاکنو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

د رایو ورکولو دا پاڼې به ۴۵ ورځې وروسته د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایو صندوقونو ته واچول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه