Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ به تر راتلوونکې یوې میاشتې پیل شي

ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د راتلونکې زیږدیزې میاشتې په پنځه نېټه په عربي اماراتو کې پیل شي.

د کرېکټ بورډ رییس وايي، په دغو سیالیو کې کابو ۶۰ افغان او ۴۰ بهرني لوبغاړي د پنځو - بلخ، ننګرهار، کابل، کندهار او پکتیا لوبډلو په ترکیب کې به حضور پيدا کړي.

عاطف مشعل نن کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل:«د پلاټینوم کټه‎ګورۍ لوبغاړو بیه سل زره ډالره، د طلايي پنځوس زره ډالره، نقره‎يي دېرش زره ډالره، ای سي سي اسشیټ پنځلس زره ډالره او د اېمرجنګ لوبغاړو بیه هم پنځلس زره ډالره دي؛ ټول هغه لوبغاړي چې په دغو کټه‎ګوریو کې په امتیاز پلورل کېږي د هغه بیه ثابته ده.»

خو د هېواد د کرېکت غوره لیګ هېڅ یوه لوبډله د افغان سوداګرو له خوا پېرل شوې نه ده. مشعل وايي چې له دغه لیګه، هر لوبغاړی په منځنۍ کچه به ۲۵ زره ډالره عاید ولري او د هېواد کرېکټ بورډ به هر کال شږ سوه زره ډالره به له دې لارې ترلاسه کړي.

دا لیګ، به د ۱۷ ورځو لپاره د عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي او په دغه لیګ کې شاملې لوبډلې به د یو بل په وړاندې ۲۳ لوبدې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي، د اسیا جام په سیالیو کې د حضور لپاره عربي متحده اماراتو ته تللي دي او ټاکل شوې ده چې د سپټمبر په شپاړسمه په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګه‎ډېش په وړاندې بخت وازمايي.

شریک یي کړئ