د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالي اړوند سیمه کې د لاریون کوونکو ترمنځ نن(سې شنبې د وږي۲۰مه) ځانمرګي بریدګر ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې په دې پېښه کې ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۵۷ نور ټپيان دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغې چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۲۸ تنه نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې، دننګرهار د ولايتي شورا مرستیال ویلي چې دغې پېښه کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي دي.
چاودنه په داسې حال کې شوې چې یو شمېر د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو د دې ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو قومندان، بلال پاچا د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي چې یاد قومندان په یوشمېر جرایمو کې لاس لري.
د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر یا یونما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د ولسي وګړو له په نښه کولو څخه دې ډډه وکړي.
د برید مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.