Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان کېري: د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل د غني مفکوره او نوښت وه

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کېري، د ملي یووالي حکومت رامنځته کول، د محمد اشرف غني له نوښتونو څخه بولي.

ښاغلي کېري د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په دې وروستیو کې خپور شویو لیکي چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ټاکنو له لانجمنېدو وروسته، هغه له اشرف غني وغوښتل چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د طرحې په سمون کې له عبدالله عبدالله سره کار وکړي.

«ایوري ډې ایز اکسټرا» یا هره ورځ غنیمت ده، د هغه کتاب نوم دی چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کېري خاطرات په‎کې لیکل شوي دي.

جان کېري په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د منګړیتوب له امله ډېر مشهور شوی، د دې کتاب په ځینو برخو کې یې د همدغو مسلو او د ملي یووالي حکومت د جوړولو یادونه کړې ده.

د دې کتاب په یوه برخه کې لولو:« موږ په خبرو کې یوه حساس پړاو ته نېږدې شوي وو چې ناڅاپه غني د ملي یووالي حکومت د جوړولو مفکوره مطرح کړه.

ما تل فکر کاوه چې نوموړی د دې مفکورې له محبوبیته خبر و، بالاخره ما د غني پر اوږو لاس کېښود او و مې ویل: اشرفه! ته ولسمشر یې، عبدالله به له تا سره د ګډې اجنډا د عملي کولو لپاره مرسته وکړي، خو ته باید هغه ته د واک واقعي لېږد ته راضي وې او نوموړي ته د ګډې حکومتوالۍ فرصت ورکړې ځکه چې دا کار د هېواد په ګټه دی.»

جان کېري په دغه کتاب کې، اشرف غني ټکنوګراټ، لوېدیځ پلوه او په سیاست کې کم تجربه بولي؛ خو عبدالله عبدالله، هم د افغانستان له کورنیو چارو یو پوه او یو ښه سیاستوال یادوي.

د کتاب په یوې برخه کې راغلي:«غني یو لوېدیځ پلوه ملي ګرا پښتون وه چې له ژبې یې ټکنوکراټیکې خبرې اورېدل کېدې، هغه ډېر کار په امریکا او نړیوال بانک کې کړی وه او د سیمې له سیاستوالانو سره د یوه تفاهم د رامنځته کولو لپاره یې ستونزه لرله، هغه فوق العاده افکار لرل، خو په سیاست کې یې لږ تجربه لرله او کله کله یې په غبرګونونو کې افراط کاوه.»

په داسې حال کې چې جان کېري ټینګار لري هغه په خپل کتاب کې ټول هغه واقعیتونه لیکلي چې لیدلي یې دي، ددغه کتاب خپریدو بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

ښاغلي کېري په دې اړه ویلي:« له ټول د مخه فکر کوم دا کتاب صادقانه دی، ما د شخصي مسلو په ګډون ډېرو موضوعاتو په اړه خبرې کړې او هڅه مې کړې ټولو ته دا احساس ورکړم چې زه څوک یم، وروسته دا کتاب زما د ژوند د لویو پېښو په اړه دی او همداراز هغه ماتې او بریاوې چې ما په دې موده کې لرلې دي.»

جان کېري پر دغه کتاب د نوم اېښودلو په اړه د خپلو خاطراتو په لومړۍ پاڼه کې ویلي د ویتنام له جګړې له ژوندي پاتې کېدو وروسته په دې باور شوم چې د ژوند هره ورځ غنیمت ده، کېري د ۲۸ کلونو لپاره د امریکا د سنا جرګې غړی وه.

نوموړی د امریکا د ۲۰۰۴ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دیموکراتانو نوماند و او له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کال پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وه.

شریک یي کړئ