Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي سرچینه: د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د عامه نظم ۴ پوستې پرځېدلي

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته یې د دې پخلی کړی چې نن (سې‎شنبې د وږي ۲۰ مه) د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې لر تر لږه څلور امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ورغلې دي.

دغه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې په ډاکه شي، وايي د عامه ساتنې پوستې له هغې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلي دې چې د «بارګاه ترکمنیه» کلي څخه د ملي پوځ یوه اډه د چمتال ولسوالۍ چاهي بازار ته واستول شوه.

سرچینه زیاتوي چې د بارګاه ترکمنیه بازار څخه د ملي پوځ د ۲۰ کسیزې اډې د لېږد پرېکړه د بلخ ولایت له مشرانو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مسوولانو او د بلخ د ځايي چارواکو د پرېکړې پر بنسټ عملي شوې ده.

ملي پوځ د دوشنبې په ورځ له دغې شل کسیزې اډې له وتو وروسته د دغې اډې ځينې امکانات یې د لیرګیو په څېر وسوځول.

د سرچینې د مالومات پر بنسټ، د عامه ساتنې اتمه، نهمه، لسمه او یولسمه پوسته چې د غازو د نل‎لېکې د امنیت ساتلو مسوولیت یې درلود، پرځېدلي او طالبانو په دې برخو کې نفوذ کړی دی. خو د بلخ امنیه قومندان ویاند شېرجان درانی دغه څرګندونې ردوي. هغه وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې هېڅ پوسته پرځېدلې نه ده

سرچینه وايي چې د بارګاه ترکمنیه بازار څخه د ملي پوځ د ۲۰ کسیزې اډې د لېږد پرېکړه د بلخ ولایت له مشرانو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مسوولانو او د بلخ د ځايي چارواکو د پرېکړې پر بنسټ عملي شوې ده.

شریک یي کړئ