Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیتي تړون پر بیاکتنې د سیاسي ګوندونو او بهیرونو ټینګار

د هېواد د سیاسي ګوندونو او بهیرونو ځينې مشران او د حکومت ځينې پخواني مشران نن چهارشنبې (د وږي په ۲۱مه) کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې له امریکې سره د امنیتي تړون پر بیاکتنې او د سولې پر بهیر خبرې اترې وکړې.

حامدكرزى، حنيف اتمر، محمد محقق، كريم خليلي، يونس قانوني، احمدولي مسعود، سيد منصورنادري، ضرار احمدمقبل، زلمى رسول، رنگين دادفر سپنتا، عبدالهادي ارغندېوال، سيدحامد گيلاني، وحيدالله سباوون، انوارالحق احدي، صادق مدبر، جنرال دین محمد جرأت، قطب الدين هلال، عبدالله قرلق او حاجی دین محمد د حضرت صبغت الله په کور کې راټول شوي او د هېواد د اوسني وضعیت په اړه خبرې کوي.

جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي په دې اړه وویل:«هیله مې لره چې یوه ورځ سره راغونډ شو او د زړه خواله وکړو، د خپل ګران هېواد رپوټونه مطرح کړو چې د خپلې کمزورۍ علاج وړاندې کړو.»

حامد کرزی په دغه ناسته کې امریکا له افغانستان سره د امنیتي تړون د ژمنو پر نه پلي کولو تورنوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«پر امنیتي تړون دې له سره غور وشي، موافقین دې لاس پورته کړي... جناب حضرت صاحب هم موافق دی.»

دغه سیاسي او جهادي شخصیتونه په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د اسلامي وحدت ګوند مرستیال سید نعمت الله مذهب هم زیاته کړه:«د امنیت د تامین موضوع، د ټاکنو روڼتیا، د سولې موضوع په هېواد کې د درې مهمو ټکو په توګه د غور وړ دي او بحث وشو.»

د دې ناستې برخوال وایي دوی هڅه کوي د اوسني کړکېچ لپاره یوه حل لاره ولټوي.

دا یوه مهمه ناسته وه چې زیات شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو په‎کې ګډون کړی وه او د هېواد د وضعیت په اړه یې سلامشورې وکړې.

افغانستان تراوسه د سیاسي او جهادي ګوندونو د نیوکو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ