ولسمشرۍ ماڼۍ نن (پنجشنبه د تلې ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني پرون چهار شنبه (تلې ۱۸مه) په ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس له مشر سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي دواړو لوریو پر هر اړخیزه همکارۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمهییزو مسایلو، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژي، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د سمون، راتلونکو ټاکنو ته تیاري او د افغانانو په مالکیت د سولې اړوند نظرونه تبادله کړل.
خبرپاڼه زیاتوي ولسمشر غني په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د امریکا له هر اړخیزو مرستو مننه وکړه.
دا په داسې حال کې دی چې پاول راین پرون د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه لیدنه وکړه.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، پاول رایان له مله پلاوي سره له دې قول اردو لیدنه وکړه او د راتلونکو ټاکنو د خوندیتوب په اړه يې خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي رایان د افغان ځانګړو ځواکونو له لاسته راوړنو مننه وکړه او ويې ویل چې واشنګټن په هره برخه، خصوصاً تروریزم ځپلو کې د ملاتړ د ادامې ډاډ ورکوي.