کورنیو چارو وزارت ټول هېواد کې د رایې ورکولو د ۵۰۷۰ مرکزونو د امنیت له تامینه خبر ورکړ.
د هېواد د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک وايي د ټاکنو بهیر په ځانګړې توګه د ټاکنو د ترسره کېدو ورځې لپاره د امنیت تامین په موخه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
ښاغلی برمک زیاتوي:«هغه څه چې دښمن پلان کړی، په وړاندې یې ولاړ یوو او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ مو له ټاکنو ملاتړ وکړئ.»
اخوا د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم وویل:«د افغانستان د ملي پوځ منسوبین د دغې پروسې د امنیت د تامین مسوولیت لرو او د یوه هېوادوال په توګه حق لرو چې خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړو، خو له یوه مشخص نوماند څخه د ملاتړ اجازه نهلرو.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو امنیت تامین لپاره د خلکو ونډه اغېزمنه بولي او غوښتنه کوي چې د شکمنو کړنو او شیانو په لیدو، افغان ځواکونو ته خبر ورکړي.
ښاغلی برمک همدا راز وايي ترهګر غواړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي، خو که خلک له افغان ځواکونو سره همکار واوسي، نو هېڅ ستونزه به رامنځته نشي.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت نن(چهارشنبې د تلې په ۲۵مه نېټه) کابل کې شپږسوه میله وسلې چې له غیرمسؤله وسله والو کسانو راټولې شوې وې، دفاع وزارت ته وسپارلې. د کورنیو چارو وزارت د ناقانونه وسلو راټولول د امنیت تامین په ځانګړې توګه د ټاکنو د ورځې د امنیت تامین لپاره غوړه بولي.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې عمومي رییس، نجیب اماني وايي:«د دغو وسلو یوه ډېره اندازه مو د شته پروټوکول او کړنلارې پر خلاف کابل کې د نامسوله وسلهوالو ځواکونو څخه غونډه کړه.»
سره له دې د کورنیو چارو وزارت وايي نور د غیرمسؤلو وسلهوالو کسانو د ګرځېدو زغم نه لري او که دا کسان خپلې وسلې ونه سپارې نو قانوني چلند به ورسره وشي.