د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې وسلهوالو کسانو د دغه ولایت د رایو صندوقونو پر کاروان برید کړی دی.
د کاپیسا والي عبدالطیف مراد وايي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو، د رایو صندوقونه له کوهبند ولسوالۍ د کاپیسا د مرکز په لور لېږدول.
ښاغلی مراد د بریدګرو د پېژاند په اړه څه نه وايي.
په ورته وخت کې د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجاني ادعا کوي چې د کاپیسا ولایت د یوه نوماند کسانو د دغه ولایت د حصې اول کوهستان ولسوالۍ د رایو پر زیرمهتون برید کړی چې د امنیتي ځواکونو او د دغه نوماند د ساتونکو ترمنځ نښته کابو یو ساعت دوام درلود.