د ایران ولسمشر، حسن روحاني پر خپل هېواد د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د لګول شویو بندیزونو له کبله نیوکه کوي او له ایرانیانو غواړي چې په دې دول حالاتو کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.
روحاني پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو لخوا لګول شوي بندیزونو باندې له نیوکې سره وايي چې یوازې تهران د دې بندیزونو موخه نه دی.
په همدې حال کې د ایران پارلمان ته د حسن روحاني څلور وړاندیز شوي وزیرانو د باور رایه خپله کړه او کابینه یې بشپړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې اوونۍ کې به امریکا پر ایران خپل هستوي بندیزونه له سره پیل کړي.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي د بندیزونو پلي کولو لپاره پرېکړې کېدونکي دي.
دې وزارت زیاته کړې ده چې واشنګټن له تهران نه دولس غوښتنې لري او پرې ټینګار کوي. په دې غوښتنو کې د ایران له هستوي تاسیساتو د نړیوالو څارونکو دلیدنې اجازه او همداراز له ترهګرو د ایران د حکومت نه ملاتړ شامل دي.