د کابل چارواکي وايي شاوخوا پنځوس زره جریبه ځمکه د کابل ښار او ولسوالیو کې د زور واکو له لوري غصب شوې ده.
د کابل والي وايي په تېر یوه کال کې يې لس زره جریبه ځمکه د زرواکو له منګولو خلاصه کړې ده.
په دې خپرونه کې کوربنه زرمینه محمدي د کابل له والي محمد یعقوب حیدري سره پر همدې موضوع خبرې لري.
د خپرونې بله برخه کې د ځکمني ترانسپورت د اتحاديې له استازي نورزمان اتمانزي سره خبرې لري، چې په تورخم کې زرګونه تش کانتینرونه ولې درول شوي دي؟
په وروستۍ برخه کې د بیمه خدمتونو په اړه د افغان ګلوبل بیمه شرکت له مشر محمد زمان هاشمي سره په اړه بحث شوی.