د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وايي، په دوو کلونو کې به د ټولو کلیو اوسېدونکي پاکو ابو ته لاسرسی ولري.
د دې زوارت وزیر وايي په تېرو څلورو کلونو کې يې تر څلور میلیارده ډېرې افغانۍ لګولي دي چې د کلیوالو سیمو له ۲۷ سلنې يې اوس ۶۳ سلنه پاکو ابو ته لاسرسی لري.
په دې خپرونه کې کوربنه زرمینه محمدي له فریدون اژند سره پر همدې موضوع غږېدلې، اژند د یاد وزارت ویاند دی.