تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ټرمپ خبرو په اړه د عمران خان غبرګون
د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وايي امریکا د دې پرځای چې نور ګرم وبولي باید د افغانستان په جګړه کې خپلې ناکامۍ وارزوي.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، خو د پاکستان لومړۍ وزیر بیا وايي امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوې او اوس غواړي چې د دې ناکامۍ پړه پر پاکستان واچوي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پوهنتون استاد، احمد سعیدي
د نړیوالو اړیکو کارپوه، محیب الله صیف
د سیاسي چارو کارپوه، امین الله شارق
سیاسي فعال، آغا محمد قریشي