ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ شپږ میاشتې وړاندې یو پراخ عامه کتابتون پرانیستل شو، خو لا هم د لوست لپاره پکې کتابونه نه ترسترګو کېږي.
د ځايي چارواکو په وینا پر دې کتابتون ټول ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی، خو تر اوسه لا پکې د کتابونو لپاره المارۍ هم نه دي ځای پر ځای شوې.
په دې ولایت کې فرهنګیان او د کتاب لوستو مینهوال وايي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین باید کتابونه برابر او د خلکو د اړتیا وړ د مطالعې او څېړنې کتابونه دلته وموندل شي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم وایي، چې د فرنیچر له برابرېدو وروسته به ورته له خپل ریاست نه کتابونه را ولېږدوي.
هغه وویل: «کله چې يې فرینچر برابر شي، نو لومړی د خپل ریاست کتابونه، چې هلته کتابتون کې شته ورته را لېږدوو.»
ښاغلي صمیم د ننګرهار د والي د ویاند په حواله وویل، چې فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو د یو کمپاین له لارې شاوخوا اته زره کتابونه را ټول کړي دي.
ننګرهار یو له هغو فرهنګي حوزو بلل کېږي، چې فرهنګي فعالیتونه پکې پراخ ښکاري او د مطالعې دود پکې غښتلی دی.