هېواد کې د معیاري او نوې بانکوالۍ له راتګ سره جوخت، د بانکي کارټونو کارونه هم مخ په پراختیا ده.
د بانکونو د ټولنې چارواکي وايي چې دمګړۍ د هېواد د بانکونو پېردونکي له اوه ډوله بانکي کارټونو کار اخلي.
که څه هم تراوسه د هېواد دوولس سلنه وګړي په بانکونو کې حساب لري او له بانکي خدمتونو برخمن شوي، خو د معیاري بانګي تګنالوژۍ دودول په لیرې پرتو سیمو کې د دغو خدمتونو په پراختیا کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
اصف بهروز چې د یوه مالي شرکت مسلکي کارکوونکی دی وايي د پیسو د ورکړې د دغې کوچنۍ دستګاه په کارولو سره د یوه خیره بنسټ د ډېری کارکوونکو معاشونه په لیرې پرتو سیمو کې ورکوي.
هغه وايي:«موږ له دغې کوچنۍ دستګاه سره په ولسوالیو کې د بانک د یوې څانګې کار کوو، یعنې د هېواد په یوې لیرې پرتې سیمه کې د یوه بنسټ د معاشونو روکړه.»
د بانکونو ټولنې د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې د بانکونو له څه باندې درې نیم مېلیونه پېردونکو څخه کابو درې سوه زره یې د بېلابېلو بانکي کارټونو په کارولو د بانکونو خدمات ترلاسه کوي.
د بانکونو د ټولنې د اړیکو مسوول ادریس عالمي څرګنده کړه:«اوسمهال پر برېښنايي ورکړې د خلکو اعتماد ډېر دی، ځکه چې په رڼه توګه او په کم وخت کې عمل کوي.»
له بلخوا د بانکونو یو شمېر کارکوونکي وایي د برېښنايي ورکړې د معیاري ټکنالوژۍ د دودولو لپاره د خلکو لېوالتیا زیاته ده.
په یونایټېډ بانک کې د ټکنالوژیکي بانکوالۍ د څانګې مسوول عبدالله خطاب په دې اړه وویل:«ځينې دغه کارټونه د پیسو د ورکړې لپاره او ځينې نور هم د انټرنېټي پېرودنې لپاره کارول کېږي.»
یو شمېر کابل ښاریان او په هېواد کې د بانکونو پېردونکي وایي په هېواد کې د بانکوالۍ د دودولو لپاره دې ته اړتیا ده چې بانکونه په هېواد کې پانګونه پراخه کړي.