د مالیې وزارت وايي د خپلواک بنسټونو بودیجه چې د ولسي چرګې له خوا رد شوې، د مخکینو بنسټونو له بودیجې یې ورکول کېږي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دغو بنسټونو د جوړښت له پړاونو وروسته دغه بنسټ به هغوی ته جلا بودیجه ځانګړې کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، د شهیدانو وارثینو او معلولو کسانو څخه د ملاتړ اداره، د وګړو د ثبت احوالو نفوسو اداره له هغو پنځو ادارو دي، چې ولسي جرګې تېره ورځ د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره ورته ځانګړې شوې بودیجه تصویب نه کړه.
د مالیې وزارت ویاند وايي، د دغو ادارو بودیجه د هغوی د بودیجې تر مشخصولو پورې به د اړوندو وزارتونو له بودیجو ورکړل شي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي:«د دغو بنسټونو بودیجه د هغوی د مخکنیو بنسټونو په واسطه مصرفېږي او د مالیې وزارت د ملي شورا د غړو پرېکړې ته درناوی لري او هغه به تطبیق کړي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، تر هغې چې د ولسي جرګې له لوري د دغو پنځو ادارو خپلواکي تائید نه شي نو خپلواکې بودیجې ورته نه تصویبېږي.
د ولسي جرګې غړی فکور بهشتي وايي:«ښه فرصت دی چې دغه بنسټونه راشي او د یوې مسودې پر بنسټ پارلمان ته راشي او پر هغې بحث وشي.»
د ۱۳۹۸ مالي کال د بودیجې سند د ولسي جرګې له لوري تېره ورځ تصویب شو او د ولسمشر له لوري جوړو شویو پنځو خپلواکو ادارو ته د بودیجې نه ځانګړي کول د بودیجې په تصویب کې له مهمو موضوعګانو څخه وو چې د جرګې له لوري رد شول.