فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د مولانا فضل الرحمان په دریځ کې له بدلونه د داوودزي هرکلی
د سولې د سیمهييزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي نن سېشنبې کابل کې په یوې غونډه کې، د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له نوي دریځه هرکلی وکړ او هغه یې د مولانا لخوا لومړنی اقدام وباله.
مولانا فضل الرحمان له پاکستانه د ښاغلي داوودزي له سفر وروسته په خپلو وروستیو څرګندونو کې له طالبانو وغوښتل څو له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو کارپوه، وحید مژده
د نړیوالو چارو کارپوه، حامد صبوري