له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ګنګوسو خپرېدو سره، ناټو اعلان کړی چې له افغانستان سره یې ژمنې نه بدلېدونکې دي.
د ناټو پوځي کمېتې رییس، مارشال سر استوارټ پيچ خبریالانو ته ویلي دي:«موږ د یوه متعهد په توګه ټولې نړۍ کې له کورنو لیري په سختو شرایطو کې خپل سرتېري د نړۍ یو میلیاردو وګړو د امنیت تامین به موخه ځای پر ځای کړي دي.»
ناټو پر افغانستان چې حالت یې سم نه دی او اولس کاله کېږي چې د ناټو ځواکونه په کې ښکېل دي، بحث کوي.
مخکې له دې د ناټو د دفاع کمېټې رییس ویلي وو چې که امریکايي سرتېري له افغانستان نه ووځي، نو بریتانیوي سرتېري کولی شي چې افغانستان کې پاتې شي.