ایران په جرمني کې د جاسوسۍ په تور له یوه نیول شوي افغاني الاصله جرمن سره د اړیکو لرلو ادعا رد کړې ده.
د جرمني پولیسو تېره اوونۍ په دې هېواد کې ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه افغان توکمه الماني د نیولو خبر ورکړ.
خو اوس د ایران دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې په جرمني کې د جاسوسي په تور له یوه نیول شوي افغان سره د ایران د اړیکو لرلو په رابطه د جرمني ادعاوې بې بنسټه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، هغه کسان دا ډول تورونه لګولي چې غواړي د ایران او برلین اړیکو ته زیات ورسوي.
د جرمني رسنیو ویلي وو چې نیول شوی کس ۵۰ کاله عمر لري او په افغانستان کې یې د جرمني سرتېرو د عملیاتو په اړه معلوماتو ته لاسرسی درلود. ویل شوي چې یاد کس ورسره مالومات د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي
د نیول شوي کس نوم عبدالحمید ښودل شوی وو.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د جاسوسي عملیاتو په تور د اروپايي ټولنې تر بندېزونو لاندې راغلی دی.
خو ایران د اروپا په وړاندې د جاسوسۍ تورونه رد کړي دي.
جرمني په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتیري لري او روان ماموریت یې تر درې میاشتو پورې ختمېږي.