درې کاله مخکي د «مرغومې په۳۰ مه نېټه» د طالبانو په یوه ځانګري برید په پایله کې د موبي ګروپ اوه کارکوونکي ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
د ۱۳۹۴ کال د مرغومې په ۳۰ نېټه ماښام مهال، د طالب ډلې یو ځانمرګي بریدګر د دارالامان په واټ د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد یو بس په نښه کړ.
محمدحسین، سید جواد، زینب میرزایي، مریم ابراهیمي، مهري عزیزي، حسین امیري و محمدعلي محمدي د موبي ګروپ هغه کارکوونکي وو چې په دغه برید کې ووژل شول.
د تورې چهارشنبې د قربانیانو په درېیم تلین کې د دغو قربانیانو کورنۍ د هېواد د ناڅرګنده راتلوونکي په اړه اندېښمنه څرګندوي.
دغه کورنۍ زیاتوي د دې سربېره چې خپل د کورنیو غړي درې کاله مخکې له لاسه ورکړي، خو تراوسه هم د هېوادوالو او رسنیو په وړاندې ګواښونه پر خپل ځای دي.
د مهري مور او پلار له تېرو درې کلونو راهیسې د خپلې لورکۍ په وېر کې دي. دوی د هغې نوم یوازې ژوندی ساتلی او د مهري نوم یې پر خپلې لمسې اېښی دی.
مهري عزیزي چې په موبي ګروپ کې د ګرافيک په برخه کې له پنځو کلونو راهیسې کار کاوه، له زینب میرزايي او مریم ابراهیمي سره چې هغوی هم د موبي ګروپ د دوبلې برخې کارکوونکي وو، د طالبانو لخوا د دوی پر لېږدونکي موټر د ځانمرګي برید په پایله کې ژوند وبایلود.
د مهري عزیزي پلار ګل محمد څرګنده کړه:«هېواد کې د وضعیت ښهوالي لپاره هیله نه لرم هره ورځ خپل ځوانان له لاسه ورکوو، الله دې هېواد کې یوه سوله راولي.»
د محمد علي محمدي اوویا کلن پلار له خپلو دوو لمسیانو سره چې د زوی یادګار یې دي، ژوند کوي.
د محمد علي محمدي پلار وویل:«هېڅ مې نه هېرېږي. ځکه چې هغه یو ډېر ښه هلک و، یوه ورځ مې له هغه بده خبر نه وه اورېدلې، هره پنجشنبې زیارت ته یې ورځم، کهچېرې هوا ښه وي دغه نجونې هم له ځان سره بیایم.»
دا اوویا کلن سپین ږیری د خپل زوی د یتیمانو او د هغه د ځوانې مور پالوونکی او ساتوونکی دی.
د محمد علي محمدي لور سنا وايي:«خپل پلار ته دعا کوم.»
د محمد علي محمدي بله لور ستایش هم وویل:«د قبر تیږې یې مینځم.»
محمد حسین، سید جواد او حسین امیري د موبي ګروپ نور کارکوونکي وو چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومې په دېرشمه نېټه پر رسنیو تر ټولو د خونړي برید قربانیان شول.
د تورې چهارشنبې یو له ټپیانو حسین شفايي څرګنده کړه:«قرباني مو ورکړه خو مخته ځو، له تېر نه هم ډېره هڅو کوو، راتلوونکي ته ډاډمن او هیله لرونکي وو.»
له دې پېښې وروسته روان لمریز کال د کابل په شش درک کې د رسنیو پر همکارانو بل خونړی برید وشو چې په پایله کې یې ۹ خبریالان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
دا برید پر افغان خبریالانو تر ټولو خونړی برید شمېرل کېږي. خو دا پېښې پای ته و نه ورسېدې، بلکې له دې وروسته هم په یوه چاودنه کې د طلوع نیوز یو خبریال او یو تصویر اخیستونکې ژوند بایلود.
موبي ګروپ د ملي یووالي حکومت له پیله تراوسه د ترهګریزو بریدونو په پایله کې خپل ۱۱ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.