ټاکل شوې ده چې په نېږدې راتلونکې کې افغانستان د چابهار بندر له لارې هند ته د سوداګریزو توکو جوپه ولېږي.
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د قوانینو او بهرنیو اړیکو رییس، حسن مبارک عزیزي ويلي دي چې دا سوداګریزه جوپه به راتلونکې میاشت د سړکونو له لارې د لېږد رالېږد کنوانیسون له مخې ترسره شي.
هند ته په دې لېږدېدونکې سوداګریزې جوپې کې به مۍ شاملې وي او هر کانتینر به ۲۲ټنه وزن ولري.
د ټرانسپورټ وزارت وايي هند ته به دا جوپه د یوې ازمایښتې پروژې بڼه ولري.
د چابهار بندر افغانستان ته د دې زمینه برابر وي چې په مستقیم توګه اوبو ته لار ولري. د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په مې میاشت کې افغانستان، هند او ایران د سیمهییز سوداګریز مرکز په توګه د لېږد رالېږد لپاره د چابهار بندر هوکړه لاسلیک کړه.