د بغلان ولایت امنیتي چارواکي په له افغان ځواکونو سره په نښته کې د ۶ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي نن(یکشنبې د سلواغې په ۲۸مه نېټه) وايي نښته تېره ورځ د پلخمري ښار ته نېږدې شوې ده.
د بغلان ولایت چارواکي زیاتوي نښته داسې حال کې شوې چې طالبانو غوښتل یو باروړونکی موټر د هغې له چلونکي سره بوځي، چې افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي او مخه یې نیولې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.