په بامیانو ولایت کې د ښځو ترمنځ د سکي لوبو پنځم پړاو نن(پنجشنبې د کب په ۹مه نېټه) سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ۱۲ لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پای کې فاطمه نظري لومړی، فریبا احمدي دوهم او نظیرې دریم ځای خپل کړ.
د سیالیو د ترسره کولو مسوول، سجاد حسیني وايي:«د لوبو پنځم پړاو وو، او په دې لوبو کې ۱۲ کسانو ګډون کړی وو او ټولې له بامیانو ولایت نه وي.»
د دغو سیالیو په پاي کې فاطمه نظري لومړی، فریبا احمدي دوهم او نظیرې هم دریم ځاي خپل کړ.
د لومړي ځای خپلوونکې، فاطمه نظري وايي:«زه ډېره خوشاله یم چې اوس افغانستان کې کولی شو، لوبې وکړو او ښه مقامونه خپل کړو. له ښځو او نجونو غوښتنه کوم چې په ژوند کې ډېره هڅه وکړي.»
اخوا د هلکانو په برخه کې د ۵۵ لوبغاړو په ګډون په لرګي سره د سکي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پاي کې یاسین، محمدعملي او رضا لومړی، دوهم او دریم مقام خپل کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله، مژگان مصطفوي وايي:«د لوبو ترسره کول، کولی شي چې د سیلانیانو په جلب کې ډېر اغېزمنه ووسي. هیله لرو چې راتلونکی کال ورته ښه چمتووالی ولرو، او موږ د سکي د لوبو د پیاوړې کولو لپاره باید هڅه وکړو.»
ټاکل شوې د جمعې په ورځ په دغه ولایت کې د کابو اتیا کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون د سکي نړیوالې سیالۍ ترسره شي.