په سپورټي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار، اجمل غني د آسیما الپیک شورا د اجرایي بورډ غړیتوب ترلاسه کړ .
نوموړي چې د آسیا المپیک شورا په ۳۸ غونډه کې ګډون کړی وو، وتوانید چې د دې شورا د اجرايي بورډ غړیتوب لپاره اکثریت رایې خپلې کړي.
د یادونې وړ ده چې شیخ احمد الصباح د اکثریت رایو په خپلولو سره د آسیا المپیک شورا مشر په توګه پر خپل ځای پاتې شو.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د هېواد د ښځو د باسکتبال لوبډلې غړې، سمیرا اصغري هم د المپیک نړیوالې کمېټې دایمي غړیتوب ترلاسه کړی وو.
اغلې اصغري ۲۴ کاله عمر لري او د ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې د اولمپیک نړیوالې کمېټې د لوبغاړو کمېسیون غړې وه.