په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ طالب وسلهال وژل شوي دي.
په شمال کې امنیتي چارواکي پنجشنبې(د کب ۱۶مه نېټه) وايي یاد شمېر طالب وسلهوال د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه مها وژل شوي چې افغان ځواکونو په یادې ولسوالۍ کې له طالبانو د یوې پوستې د بیا نیونې پوځي عملیات ترسره کړل.
دا چارواکي وايي د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې ۱۶ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.