د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن دوشنبې (د کب په ۲۰ مه) کابل کې ترسره شوه.
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته چې د لیندۍ په میاشت کې کابل کې ترسره شوې وه، د هغې ناستې د پایلو څېړلو په موخه نن د بهرنیو چارو په وزارت کې ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه ناسته کې وايي د درې اړخیزو ناستو موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور رامنځته کول، د اقتصادي همکاریو پراختیا او له ترهګرۍ سره مبارزه ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان په دې اړه وویل:«په افغانستان کې له یوې سیاسي حل لارې سره به، په سیمه کې د ترهګرۍ ننګونې به په بشپړه توګه لهمنځه ولاړې نه شي. د دغه ګواښ د لهمنځه وړلو لپاره، د دولتونو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا ده، څو له توپیر پرته د هغوی په وړاندې مبارزه وشي. »
په دې لړ کې په کابل کې د چین سفیر وايي بیجنګ به د افغانستان او پاکستان د نږدې کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
کابل کې د چین سفیر لیو جنسانګ په دې اړه وویل:«ټولې هڅې باید دې ته په پام سره ترسره شي چې مشري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي او افغان حکومت د مشرۍ رول ولوبوي، موږ د داسې کړنلارې غوښتونکي نه یوو چې د قدرتونو ترمنځ د لوبې لامل شي؛ بلکې موږ غواړو افغانستان د لویو قدرتونو ترمنځ د همکاریو چورلیز وي.»
کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان هم څرګنده کړه:«د درې اړخیزو همکاریو د دغې کړنلاې په چوکاټ کې موږ باید د سولې، ثبات، باور جوړ او بې اعتمادۍ د کمښت لپاره د خپلو کارونو عملي پایلې وښيو، هماغه شان چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.»
په دغه ناسته کې همداراز اعلان وشو چې تراوسه د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دوې ناستې ترسره شوي او درېیمه به یې په روان زیږدیز کال کې ترسره شي.