فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: سږ کال به شپږ میلیونه زدهکوونکي ښوونځیو ته ولاړ شي
د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې ۱۳۹۸ ښوونځي کال (شبنې د وري په ۳ مه) په رسمي توګه پیل شو، ښوونکي او زده کوونکي باید د پوهنې وزارت د نصاب په مطابق خپلې زده کړې پیل کړي.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، ټاکل شوې چې په نوي لمریز کال کې، څه باندې یو مېلیون نوي زده کوونکي په کابو ۱۸ زره ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې نوملیکنه وکړي.
په دې خپرونه کې کوربه، وحید احمدي پر همدې موضوع د پوهنې وزیر، میرویس بلخي سره خبرې کړې دي.